د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۸۳ ټنه طبي توکو مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان په ۷ زونونو کې یې له ۳۱ روغتیايي مرکزونو سره د ۸۳ مټریک ټنه طبي توکو مرسته کړې ده. دغه طبي توکي د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې او نورو تمویلوونکو په ملاتړ چمتو شوې دي.