اسرايیلي پوځ د حوثیانو د برېښنا یو تولیدي مرکز په نښه کړی

رويټرز خبري اژانس (د زمري ۲۶مه) لیکلي، چې د یمن پایتخت صنعا سویل پلو ته یې د «حزیز» په نوم د برېښنا تولیدلو یو سټېشن په نښه کړي دي. د حوثیانو «المسیره» ټلوېزیون ویلي، چې د دې سټېشن څو ماشینونه ویجاړ شوي، خو اور مړ شوی دی.