فوزیه کوفي: باید د سولې او ثبات لپاره د هر نوښت ملاتړ وکړو

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړي فوزیه کوفي یکشنبه (د زمري ۲۶مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې باید مدني ټولنې په خپله د ښځو د ستونزو د حل لپاره خبرې وکړي. کوفي زیاته کړې، که د سیمې هېوادونه دې خبرو ته زمینه برابره کړي دا به یو مثبت ګام وي.