زرګونه اسراییلیان په تلابیب کې راټول شوي او د جګړې د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کوي

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، له ۳۰۰ زرو څخه ډېر اسراییلیان په تلابیب کې راټول شوي او د جګړې د پراخېدو پر ضد غونډه کې یې برخه اخیستې ده. دغو لاریونوالو د یرغمل شویو کسانو د ازادۍ غوښتنه کړې ده.