زېلېنسکي: اوکراین د امنیتي تضمینونو په برخه کې «هر څه» ته اړتیا لري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ډونالډ ټرمپ په حضور کې په سپینه ماڼۍ کې وویل، چې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هېواد یې د امنیتي تضمینونو په برخه کې «هر څه» ته اړتیا لري.