افغانستان اوس‌مهال د خپلې اړتیا ۶۰سلنه غنم په کور دننه اوړه کوي

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دوشنبه (د زمري ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان اوس‌مهال د خپلې اړتیا ۶۰سلنه غنم په کور دننه اوړه کوي. د دغه غنمو ۲۰۰ ټنه د ښار په لویو ژرندو (مېلونو) او ۲۰۰ ټنه غنم هم په کلیوالو ژرندو کې اوړه کېږي.