په نایجریا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې تر ۴۰ ډېر کسان تري تم دي

د نایجریا د بېړني حالت ملي ادارې ویلي، د یکشنبې په ورځ یوه کښتۍ د شمال لوېدیځ سوکټو ایالت مشهور بازار ته د تګ پر مهال ډوبه شوې چې له امله یې ۴۰ کسان لادرکه دي. د دغې ادارې مدیر زوبایدر عمر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه پېښه کې ۱۰ کسان ژغورل شوي دي.
یاده اداره وايي، دوی د ځايي خلکو او چټک غبرګون په ګډه همکارۍ هڅه کوي چې پاتې ډوب شوي مساپر هم ومومي.
درې اونۍ مخکې هم په نایجریا کې یوه کښتۍ ډوبه شوې وه.