په نیویارک کې د ډزو په پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

د یکشنبې په ورځ د امریکا د نیویارک ښار په کراون هایټس سیمه کې سهار وختي ډزې وشوې. د پولیسو په وینا؛ په یاده سیمه کې لومړی د څلورو کسانو تر منځ شخړه پیل شوه او بیا یې ډزې وکړې، چې له امله یې ۳ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
پولیسو ویلي، چې د وژل شویو کسانو عمرونه ۱۹، ۲۷ او ۳۵ کاله دي. پولیسو رسنیو ته زیاته کړې، چې ټپیان روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی. لاتر اوسه پولیسو په دې تړاو څوک نهدي نيولي.