په لاهور کې اورګاډی له پټلۍ اوښتی، یو مساپر مړ او ۳۳ نور ټپيان شوي دي

د پاکستان له لاهور څخه کراچۍ ته روان عوام اېکسپریس اورګاډی د برېک د خرابوالي له امله له پټلۍ واوښت، چې په پایله کې یې یو مساپر مړ او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

اورګاډی لاهور ته نږدې شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره لرې لودران سیمه کې له پټلۍ واوښت. د ژغورنې ډلې ټپیان روغتون ته رسولي دي. د اورګاډي لاره تر لسو ساعتونو تړل پاتې کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه.