طالبانو په تورخم کې ۳۵ ټنه خوسا جوار بېرته پاکستان ته ولېږل

د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، په تورخم کې د یو شرکت له لوري وارد شوي ۳۵ ټنه خوسا او فاسد شوي جوار یې بېرته پاکستان ته مسترد کړي دي. د طالبانو د ننګرهار د کرنې رییس وايي، چې که تر دې وروسته سرغړونه وليدل شي د قانون له مخې به چلند ورسره کيږي.