مودي له پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې دي

د هند صدراعظم نریندرا مودي وویل چې د دوشنبې په ورځ یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تلیفوني اړیکې له لارې خبرې کړې او هیله لري چې په راتلونکو ورځو کې به دغه اړیکې وغځیږي.

مودي پر خپل ایکس لیکلي، « له خپل ملګري ولسمشر پوتین څخه مننه کوم چې له ما سره یې ټیلیفوني خبرې وکړې او د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه یې خپل لیدلوري شریک کړل، دا لیدنه په الاسکا کې شوې وه».