د سپينې ماڼۍ ویانده: امریکا د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په همغږۍ کې رول لوبوي

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي، چې متحده ایالات کولای شي د اوکراین لپاره د امنیتي ضمانتونو په همغږۍ کې مرسته وکړي. هغې وویل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ملي امنیتي ټیم ته امر کړی څو له اروپا سره همغږي وکړي.

لیویټ ټینګار وکړ، چې هېڅ امریکایي ځواک به د اوکراین په خاوره کې ځای پر ځای نه شي او نوموړې همداراز زیاته کړه، چې دا مهال د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ د احتمالي لیدنې مقدمات روان دي.