د هند او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډیلي کې سره لیدلي دي

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په نوي ډیلي کې سره لیدلي دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ټینګار کړی، چې له څو کلونو وروسته اوس د هند او چین ترمنځ اړیکې د همکارۍ په لور روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په دوه ورځني سفر هند ته تللی او ټاکل شوې چې د هند له لومړي وزیر سره هم وګوري.