د پښتونخوا په صوابۍ کې د سختو ورښتونو له کبله ۲۵ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د سختو ورښتونو او ځمکې ښویېدنې له کبله ۲۵ کسان مړه او ۳۵ نور بیا ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا؛ د ورښتونو له کبله ګڼ کورونه نړېدلي او ۴۰ کسان لاهم تري تم دي.
وړاندې په پښتونخوا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو ویلي و، چې یوازې په دغه ایالت کې د ورښتونو او سېلابونو کې له کبله د مړو شمېر ۳۵۰ کسانو ته لوړ شوی دی.