اروپايي ټولنه: په هرات کې د خونړۍ ټرافیکي پېښې د قربانیانو کورنیو سره په غم کې شریک یو

له ایرانه د اېستل شویو افغان کډوالو ډک موټر د مرګونې ټرافیکي پېښې په اړه د اروپایي ټولنې استازولۍ د دغه پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي بنسټ د یادې پېښې د قربانیانو شمېر د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۷۹ اعلان کړی دی.