چین په ډېرې چټکۍ سره خپلې اټومي وسلې پراخوي

راپورونه ښيي، چې چین د عادي پوځي ځواک د زیاتوالي ترڅنګ د خپلو اټومي وسلو زېرمتون په چټکۍ سره پراخ کړی دی. امریکايي چارواکي وايي، چې د چین د مشر لهخوا ۲۰۲۷کاله پورې پر ټایوان د برید لپاره د چمتووالي امر د دغه اقدام اصلي لامل دی.