په نیمروز کې د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ دغه ۱۸ لوبډلو په څلورو ګروپونو کې ګډون کړی او دغه سیالۍ به د یوې اونۍ لپاره دوام وکړي.
د فوټسال جام د سیالیو لومړۍ لوبه پرون سېشنبه ناوخته پیل شوه. د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي، چې د دغه سیالیو موخه د همغږۍ رامنځته کول او د ځوانو لوبغاړو هڅونه ده.