هند او چین د مستقیمو الوتنو او سرحدي سوداګرۍ پر بیا پیل هوکړه وکړه

هند او چین هوکړه کړې، چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې بیا پیل او د سوداګرۍ او پانګونې اړیکې پراخې شي. دغه پرېکړه نوي ډیلي ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د دوه ورځني سفر پرمهال شوې ده.
دواړو هېوادونو همداراز هوکړې کړې، چې په درېیو ځانګړو لارو کې سرحدي سوداګري بیا پیل او د ویزو بهیر اسانه کړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د همالیا له پولې نه د ځواکونو د وتلو او د پولې د ټاکلو په اړه هم خبرې روانې دي.