د هرات مرګوني ټرافیکي پېښه؛ حامد کرزي پرې خواشیني وښودله

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات په ټرافیکي پېښه کې د یو شمېر کسانو د مړه کېدو په تړاو خپله خواخوږي ښودلې ده. نوموړي چهارشنبه (د زمري ۲۹مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د دغې غمجنې پېښې خبر سخت خپه کړی دی.