د فلسطین د ملاتړ پر سر د اسټرالیا او اسراییل اړیکې ترخې شوې

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي ویلي، چې هغه د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لفظي بریدونه په شخصي توګه پر ځان نهاخلي او له هغه سره به ډېپلوماټیک چلند وکړي.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي ویلي، چې هغه د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لفظي بریدونه په شخصي توګه پر ځان نهاخلي او له هغه سره به ډېپلوماټیک چلند وکړي.
دغه تاوتریخوالي وروسته له هغه زور واخیست، چې اسټرالیا د ملګرو ملتونو په غونډه کې د فلسطیني حکومت له جوړېدو ملاتړ وکړ.
نتنیاهو البانیزي له «اسراییل سره پر خیانت» تورن کړی؛ په داسې حال کې چې البانیزي وايي، هغه د پرېکړې له اعلانولو دمخه دغه موضوع ورته تشریح کړې وه. له دې تاویلو ماویلو وروسته، اسراییل د اسټرالیاوي ډېپلوماټانو ویزې لغوه کړې.