امریکا او ناټو له جګړې وروسته د اوکراین لپاره د امنیتي ضمانتونو پر لارو چارو غور کوي

د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو د اوکراین د ساتنې لپاره د امریکا د ولسمشر د ژمنې په لړ کې د امریکا او اروپا پوځي چارواکو د امنیتي طرحو ارزونه پیل کړې ده.