سپینې ماڼۍ د اوکراین او روسیې ولسمشرانو راتلونکې دوه‌اړخیزه ناسته تایید کړه

سپینه ماڼۍ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منلې چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره مخامخ وګوري. دغه پرېکړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب او د اروپایي مشرانو او زېلېنسکي سره د هغه له خبرو اترو وروسته شوې ده.