عظمت الله عمرزی لا هم د نړۍ د غوره الراونډر لوبغاړو په سر کې دی

د کرېکټ نړېوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان کرېکټ دوه پياوړي لوبغاړي عظمت الله عمرزی او محمدنبي عیسی خېل د غوره الراونډراو په لیکه کې لومړی او دویم ځای ساتلی دی. دواړو افغان لوبغاړو په غبرګولي میاشت کې دغه مقامونه ترلاسه کړي.