د کندهار په نړیوال هوايي ډګر کې د ۱۳۹ تاریخي سکو د قاچاق مخه نیول شوې

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند ویلي، چې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د ۱۳۹ تاریخي او نویو سکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

طالبانو ویلي، دغه سکي د اماني او ظاهر شاهي دورې اړوند دي، چې د یو افغان له لوري د عربي اماراتو دوبۍ ښار ته قاچاق کیدلې. طالبانو ویلي، چې نیول شوې سکې به تر ترمیم او پاک کارۍ وروسته په کندهار میوزیم کې نندارې ته وړاندي کړي.