په غزه کې د اسراییل نوي عملیات؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، چې په غزې ښار کې د اسراییل نوي عملیات کولای شي د پراخې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ لامل شي. هغه همداراز د یرغمل‌شویو د سملاسي خوشې کېدو او په لوېدیځه غاړه کې د ناقانونه ښارګوټو د جوړونې پراختیا لپاره د اسراییل د پلان بندېدو غوښتنه کړې ده.