په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښتو کې ۱۱ ولسي وګړي ټپیان شوي

د پنجشنبې په سهار د سوېلي وزیرستان په برمل سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې ۱۱ ولسي وګړي ټپیان شوي دي. په دغه ټپيانو کې یوه ښځه او ماشومان هم شامل دي.