چین له افغانستان او پاکستان سره د باور پیاوړتیا او د بهرنیو لاسوهنو پر ضد ګډ کار غواړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» په کابل کې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په درې اړخیزه ناسته کې ویلي،چې بیجینګ چمتو دی له کابل او اسلام‌اباد سره د باور د پیاوړتیا ترڅنګ د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې ګډ کار وکړي.