په خوست کې یو ورځنیو کرکټ سیالیو کې بند امیر، سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه

د غازي امان الله خان الف لېست کرېکټ سیالیو په درېیمه لوبه کې بند امیر لوبډلې سپین غر لوبډلې ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. کرکټ بورډ وایي، سبا به د یادو سیالیو په لړ کې څلورمه لوبه د بُست او امو لوبډلو تر منځ ترسره شي.