ولادیمیر زېلېنسکي وایي روسیه خپلې ټولې هڅې کوي چې له پوتین سره یې لیدنه ونه شي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ وویل، چې روسیه ټول ممکن اقدامات کوي څو له ولادیمیر پوتین سره یې د لیدنې مخنیوی وشي. هغه همداراز د اوکراین له متحدینو وغوښتل که مسکو د جګړې د پای ته رسولو تمایل ونه ښود، نو پر روسیې دې نوي بندیزونه ولګوي.