طالبان وایي له ازبکستاني شرکتونو سره د ۱۱ ولایتونو د برېښنا تړونونه لاسلیک شوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ازبکستاني شرکتونو سره د نويو تړونونو پر بنسټ به د ځینو ولایتونو برېښنا له باوري سرچینو تأمین شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ازبکستاني شرکتونو سره د نويو تړونونو پر بنسټ به د ځینو ولایتونو برېښنا له باوري سرچینو تأمین شي.
دغه شرکت نن شنبه (وږي لومړۍ نېټه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې له ازبکستاني شرکتونو سره د شوي تړونونو لهمخې به د بغلان، کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل او کندهار ولایتونو ته برېښنا په منظمه توګه ورسول شي.
نوموړي شرکت که څه هم په دې اړه ډېرجزییات نه دي ورکړي، خو دا یې ویلي چې د یادو تړونونو په عملي کېدو به تر ډېره د خلکو په ورځني ژوند کې اسانتیاوې د رامنځته او اقتصادي فعالیتونه به وغوړیږي.
دا په داسې حال کې چې تر دې ړاندې د کابل او ځینو ولایتونو اوسېدونکو افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې د برېښنا له دوامداره پرچاوۍ شکایتونه کړي دي.
افغانستان دا مهال نږدې ۸۰ سلنه د اړتیا وړ برېښنا له ګاونډویو هېوادونو اخلي، خو د اقتصادي چارو پوهان وايي چې له ګاونډي هېوادونو د برېښنا پېرل د افغانستان د برېښنا د کمښت د ستونزې موقتي حل دی او باید په بنسټیزه توګه د دغه لویې ستونزې حل ته کار وشي.