د تهران پولیسو هغه درې غله نیولي چې افغان کډوال به یې لوټل

د ایران د تهران ښار پولیسو هغه درې غله نیولي چې له افغان کډوالو یې غلاوې کولې. د یاد ښار د ۵مې حوزې مشر رضا حاتمي وایي، نیول‌شويو غلو ځانونه د پولیسو په ډول جوړ کړي وو او په دې نوم یې له خلکو پیسې شکولې.

دجزییاتو پر بنسټ، دا غله به د تهران بېلابېلو سیمو ته تلل او خلک به یې لوټل. د هغوی په اړه تر دې دمه ۲۵ کسانو خپل شکایتونه ثبت کړي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې په شکایت کوونکو کې څو افغانان دي.