ملګري ملتونه وايي د سوډان په دارفور کې ۸۹ ملکيان وژل شوي

ملګري ملتونه وايي د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) د اګسټ له ۱۱مې تر ۲۰مې پورې لږ تر لږه ۸۹ ملکيان وژلي دي. د یاد نړۍوال بنسټ په خبره، دا وېره شته چې رېښتینی شمېر تر دې هم لوړ وي.
ملګري ملتونه وايي د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) د اګسټ له ۱۱مې تر ۲۰مې پورې لږ تر لږه ۸۹ ملکيان وژلي دي. د یاد نړۍوال بنسټ په خبره، دا وېره شته چې رېښتینی شمېر تر دې هم لوړ وي.
په وژل شویو خلکو کې د زغاوه او برتي قوم غړي شامل دي، چې۱۶ یې په ښکاره ډول اعدام شوي دي.
د دارفور مرکز الفاشر چې د۲۰۲۳کال د مې راهيسې د سوډان چټک ملاتړ ځواکونو محاصره کړی، په مکرر ډول له بمباریو او بندیزونو سره مخ دی. په دې لړ کې د ابوشوک او زمزم بېځایه شویو خلکو کمپونه هم په نښه شوي دي.