د اسراییل ۱۲ کانال: ټرمپ په غزه کې د چټک او پرېکنده عملیاتو غوښتنه کړې

د اسراییل ۱۲ کانال راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه غونډه کې ویلي، چې د ټرمپ بشپړ ملاتړ ورسره دی. په راپور کې د نتنیاهو له قواله ویل شوي، چې دوی د غزې د پلان شوي پوځي برید د پلي کولو لپاره محدود وخت لري.