طالبان: له ایران او پاکستان نه په تېره یوه ورځ کې نږدې ۱۷۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون وايي، چې پرون (جمعه، زمري ۳۱مه) له ایران او پاکستان نه یو زرو او ۶۹۳ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي. د دې کورنیو د غړو شمېر ۶ زره او ۲۰۲ ښودل شوی دی.