درېیو افغان لوبغاړو د اسیا د بدن ښکلا په سیالیو کې مډالونه وګټل

د افغانستان د بدن ښکلا درېیو لوبغاړو د اسیا په ۵۷م پړاو سیالیو کې د برونزو مډالونه د افغانستان په نوم کړل.
د افغانستان د بدن ښکلا درېیو لوبغاړو د اسیا په ۵۷م پړاو سیالیو کې د برونزو مډالونه د افغانستان په نوم کړل.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي چې بیتالله ځدارڼ، یاسر سمیر او نایب مبارز د ۷۵ او ۸۵ ګیلوګرامه وزن په ګټګوریو کې د برنزو د مډالونو په ترلاسه کولو بریالي شول.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د اسیا د بدن ښکلا په سیالیو کې د افغان لوبغاړو بریاوې ستایلي او د هغوی لاسته راوړنې یې د افغانستان لپاره ویاړ بللی دی.
په دې سیالیو کې چې د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د روانې اګسټ میاشتې پر ۱۸مه نیټه پیل شوې او تر یوې اوونۍ به دوام وکړي، له افغانستانه شپږو لوبغاړو پهکې برخه کې اخیستي ده او په ټوله کې په یادو سیالیو کې له ۲۸ هېوادونو ګڼو ورزشکارانو ګډون کړی دی.