پاکستانۍ رسنۍ وايي افغانستان له اقتصادي دهلېز سره د یوځای کېدو په صورت کې ګټه کوي

اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د پاکستان او چین د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې (PCJCCI) سرپرست مشر ظفر اقبال په حواله لیکلي چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) به د افغانستان د ټولنیز اواقتصادي پرمختګ په برخه کې له سیمې سره ونښلي او له دې لارې به ډېر فرصتونه ورته برابر شي.