په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان کې وژل شوي دي

په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۰ فلسطینیان چې پکې ۴ ماشومان هم شامل دي، د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي. په عین وخت کې د غزې د روغتیا وزارت ویلي، دوه نور کسان بیا د لوږې له امله مړه شوي دي او په دې سیمه کې د لوږې او قحطۍ د قربانیانو شمېر ۲۷۳ تنو ته رسېدلی دی.