د هوا پیژندنې ادارې سبا د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د باران او سیلابونو راوتلو اټکل کړی

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی. یادې ادارې زیاته کړې، چې ښايي په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې باران ووریږي او سیلابونه راووځي.