ترکي چارواکی: په ترکیه کې د افغان محصلانو استعداد او مودبانه چلند د ستاینې وړ دی

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په ترکیه کې د دغې ډلې کلتوري اتشه قاري حمیدالله تمکین او ترکیې بلو ولایت دولتي پوهنتون پروفیسر دوکتور مصطفی علي شارلي سره لیدلي دي. شارلي په ترکیه کې د افغان محصلانو استعداد ستایلی دی.