طالبان وايي د هلمند په ګرمسیر کې یې د مسو او سربو د قاچاق مخه نیولې ده

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې تیره ورځ د هلمند ولايت ګرمسېر ولسوالۍ صفار سیمه کې یوه بهرني هېواد ته د مسو او سربو د قاچاق مخه نیول شوې ده. دوی زیاتوي چې یوه عراده بار وړونکي موټر غوښتل چي ۱۳ سوه ګرامه مس او سرب ګاونډي هېواد ته په ناقانونه ډول ولېږدوي.

د طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې له یاد موټر سره یو کس نیول شوی چي تر پلټنو وروسته به اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.