د پي‌ټي‌اېم غړی حنیف پښتین وايي پښتونخوا کې باید د پوځ د عملیاتو مخه ونیول شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌‌ټي‌اېم) مخګښ غړی حنیف پښتین وايي چې د پاکستان پوځ د خپلو شخصو ګټو لپاره په پښتونخوا کې جګړه ګرمه ساتلې ده.