ټرمپ وايي که د اوکراین د سولې خبرې ودرېږي، پر روسیه به نور اقتصادي بندیزونه ولګوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که د اوکراین د سولې خبرې ودرېږي، نو په راتلونکو دوو اوونیو کې به پر روسیه نور بندیزونه ولګوي. نوموړي دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي چې مسکو په اوکراین کې پر یوې امریکایي فابریکې برید وکړ.