د طالبانو اقتصادي کمیسیون د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید کړه

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوې او د نهايي پرېکړې لپاره ددې ډلې مشر ته استول کیږي. یاد معاونیت وايي، د دې پالیسۍ موخې په معیاري توګه د کانونو سپړل، اکتشاف او کارول دي.