افغانستان د اسیا جام کرېکټ سیالیو لپاره خپله ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړ چې په متحده عربي اماراتو کې د ترسره کېدونکي اسیایي جام سیالیو لپاره یې ۱۷ لوبغاړي په عمومي او۳ نور په احتیاطي نوملړ کې شامل کړي دي. راشد خان به د دې لوبډلې مشري کوي او د وفیعالله ترهخېل په نوم تازه دمی ځوان هم لوبډلې کې ځای شو دی.
د اسیا جام اتلولۍ به د روان کال د سپټمبر ۹مه نېټه پیل او د همدې میاشتې په ۲۸مه نېټه به پای ته ورسېږي. افغانستان د پیل په لومړۍ ورخ له هانګ کانګ، په ۱۶مه نېټه له بنګلهدېش او ۱۸مه به له سرېلانکا سره ولوبېږي.