امریکایي سناتورې د پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ د لایحې د تصویب غوښتنه وکړه

ډېموکراټ سناتورې امي کلوبوچار د یوې داسې دوهګوندیزې لایحې د تصویب غوښتنه کړې، چې پر بنسټ یې له هغو افغانانو ملاتړ وشي چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې وه.