د نایجریا هوایي ځواک ۳۵ اسلامپاله وسلهوال وژلي

د نایجریا هوایي ځواک پرون (شنبه، وږي لومړۍ) خبر ورکړی چې د کامرون پولې ته نږدې یې د یوې اسلامپاله وسلهوالې ډلې ۳۵ غړي وژلي. وایی، دې جنګیالیو د دغه هېواد پر ځمکنیو ځواکونو د برید پلان درلود او دوی یې دغه هڅه وار له مخه شنډه کړه.
د نایجریا حکومت همداراز ویلي چې د وسلهوالو پر ضد یې د عملیاتو لړ کې یوازې په تېرو ۸ میاشتو کې لږ تر لږه ۶ سوه کسان وژلي دي.