د پاکستان په لاهور کې دوه ماشومانې د زهرجنو خوړو له امله مړې شوې

د پاکستان د پنجاب ایالت پلازمنې لاهور کې ځايي پولیسو خبر ورکړی چې د جوهر ټاون په سیمه کې د یوې کورنۍ ۲ ماشومانې په یوه رسټورانټ کې د زهرجنو خوړو تر خوړلو وروسته په روغتون کې مړې شوې دي. د یوې ماشومې عمر ۴ کاله او د بلې ۶ کاله ښودل شوی دی.
ځايي پولیسو خبر ورکړی چې تر دې پېښې وروسته یې یاد رسټورانټ تړلی او د څښتن پر ضد یې دوسیه هم ثبت کړې ده.