نظر پوښتنه؛ د جاپان د لومړي وزیر ملاتړ ۲۰سلنه ډېر شوی دی

د یومیوري ورځپاڼې یوه تازه نظر پوښتنه ښیي، چې د جاپان د لومړي وزیر شیګیرو اېشیبا ملاتړ نږدې ۲۰ سلنه ډېر شوی دی. په دغه نظر پوښتنې کې د کابینې ملاتړ ۳۹سلنه ښودل شوی، چې د تېرې میاشتې پرتله ۱۷ سلنه ډېروالی ښیي.
له بل پلوه بیا د مخالفت کچه له ۶۷سلنې څخه ۵۰سلنې ته راټیټه شوې ده.