هندوستان کې د زیارت کوونکو موټر ټکر شوی؛ ۸ کسان مړه او ۴۳ نور ټپيان شوي دي

د هندوستان په شمالي ایالت اترپردېش کې د زیارت کوونکو موټر د ټکر له امله ۸ کسان مړه او ۴۳ نور ټپيان شوي دي. په ټپيانو کې د درېیو زیارت کوونکو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د اترپردېش ځایي پولیسو ويلي، چې په مړو شویو زیارت کوونکو کې دوه مېرمنې او یو ماشوم هم شامل دی.