د اسراييل او سوریې ترمنځ د امنيتي تړون په اړه خبرو کې پرمختګ شوی دی

د امریکا استازي توماس بارک د یکشنبې په ورځ له نتنیاهو سره تر لیدنې وروسته د سوریې او اسراييل ترمنځ د امنيتي تړون په اړه خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی. ټایمز اف اسراييل ورځپاڼې لیکلي، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع هم له اسراییل سره د امنیتي تړون په اړه خبرو کې د پرمختګ پخلی کړی دی.

هغه ویلي دي، هر هغه تړون مني چې د سوریې او سیمې په ګټه وي. د دغه خبرو موضوع د جولان د لوړو څوکو غیر پوځي کول، د وسلو محدودیت او د جبل الدرېز سیمې لپاره د بشري مرستو د لارې پرانیستل دي.